امنیت

يوولس تنه کورنۍ اوبهرني طالبان ووژل شول .

کابل باختر د زمري  دري ويشتمه

 درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .

 دغزني ولايت دملي امنيت يوخبرځاى باختر اژانس ته وويل دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې داندړولسوالۍ  په سيلي کلي دبيا رغاونې دولايتي ټيم په ځواکونو دراکتې بريد دترسره کولو نيت درلود .

 دخبرځاى دڅرګندونوله مخې وسله وال مخالفين دملي امنيت درياست دمنسوبينو له خوا وپيژندل شول او ووژل شول  ويل کيږي  دوه ورځې مخکې ددغې ولسوالۍ درشيد خيلو په مربوطاتو کې دوه ښخ کړي شوي ماينونه دملي اردو دمنسوبينو له خوا کشف او شنډ کړي شول .

 ديوبل خبر له مخې اته تنه وسله وال طالبان چې شپږ تنه بهرنيان دي  دائتلاف  دځانګړو ځواکونو له خوا دګيلان  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ووژل شول  ،  په غزني کې دملي اردو ويندوى  محمد نظيف  سلطاني وويل مړي په سيمه کې پاتي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته