امنیت

د دښمن د وسلو او مهماتو يوه ډيپو د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله

کابلباختر د غبرګولي٥
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون په پکتيا ولايت کې د حقاني د شبکې د وسلو او مهماتو يوه ډيپوکشف او ترلاسه کړه.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ چې د ملي امنيت منسوبينو د پکتيا ولايت د آريوب ځاځى ولسوالۍ د علي خيلو دکلي په مربوطاتوکې د عملياتو په ترسره کولو سره د دښمن د وسلو او مهماتو يوه ډيپو ترلاسه کړه او په هغې کې يې د بي ام- ١٢ توغندي يوه دستګاه، څلور ميله زيکويو ،درې کلاشينکوفونه، دوه آر پي جې _ ٧ توغندي، دتوغندي اته شپيته ماينونه ، د توغندي ويشتونکى اووه ديرش ماينونه د دوه اوياملي متري توپ اويا ګولۍ ، د ميزائيلو اويا سرګلولې، د وسايطوضد څلورماينونه ، دپرسونل ضد ديارلس ماينونه،يوه ګرينوف ماشينګڼه، درې دور بينونه او په سلګونو ګولۍ ترلاسه شوې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته