دغزني ښار / باختر/دغبرګولي دمياشتې ١٦نيټه :
د کوماندو ځواکونو په غزني او غور ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له دوو جيلونو څخه اتلس تنه پوځيان او ملکي وګړي آزاد کړل.
په غزني ولايت کې د ملي اردو يوه جګپوړي مسوول وويل ؛ د کوماندوځواکونو په دووځانګړوعملياتو کې وکولاى شول نهه تنه د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ د سره بلاغ په کلي کې او نهه تنه نور د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له جيلونو څخه آزاد کړي . ده وويل دغه آزاد شوي بنديان له خپلو کور نيو سره يو ځاى شول . پاى ذکرالله