کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
دتخار والي او ددغه ولايت امنيه قوماندان او نورو مسوولينو خپلې رايې وکارولې .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دتخار والي ډاکتر فضل الله مجددي ددغه ولايت خلکو ته وويل چې دراى ورکولو بهير يو مناسب فرصت دى . چې په هغه کې په خپل پراخ ګډون سره دسولې او ثبات او د ولسواکى دنظام دټينګښت او په تقنيني برخو کې دمثبت بدلون په رامنځته کولو دحکومتوالى دڅارنې ، دخلکو داستازيتوب او په هېواد کې په سوله ئيز ډول دواک په ليږدونه کې له خپلو حقوقو څخه استفاده کوي او په دې بهير کې پراخ ګډون کوي .
دغه راز دتخار والي ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې به انتخابات په شفاف ډول ترسره شي .او هيڅوک دانتخاباتو په قانوني بهير کې دلاسوهنې حق نه لري .
ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو دراى ورکولو په ځينو مرکزونوکې تخنيکي ستونزې شته . چې دغه بهير يې له ستونزې سره مخامخ کړى دى .
ده وويل ددرقد ، ينګي قلعه ، دشت قلعه او دخواجه غار په ولسواليو کې او درستاق ولسوالۍ کې شپږ سايتونه تړلي دي
ختم_ ج _( اکرم