امنیت

دطالبانو دوه تنه قوماندانان په ننګرهار او هلمند کې ووژل شول .

کابل _ باختر دکب دوه ويشتمه :
دوسله والوطالبانودډلې دوه تنه جګپوړي قوماندانان په ننګرهار او هلمند ولايتونوکې دځانګړو عملياتو له امله ووژل شول .
په حمزه اوادريس کاکا پرون دننګرهار ولايت دجوږيانيو او دهلمند ولايت دنهر سراج ولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په پټنځايونو کې بريد وشو اوووژل شول .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په حمزه او ادريس کاکا ټيک کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو اوووژل شول .
ناټو وايي چې دغو قوماندانانو په خپلو سيموکې ديوې سترې ډلې جګړه مارانو درهبري مسووليت په غاړه درلود .
ويل کيږي چې زياتره  بمي او دچاوديدونکو توکو بريدونه ، ځانمرګي او وسله وال بريدونه ، دملکي وګړوځورونې او دزده کوونکو پرمخ دنجونو دښوونځيو تړل دهمدغو قوماندانانو دافرادوله خوا ترسره کيدل .
خبرپاڼه  زياتوي چې په دغو عملياتو کې په دغو قوماندانانو پورې اړوند څلور تنه نور نيول شوي دي .
له بلې خوا پوځيانو ددغو دوو عملياتو په بهيرکې دوسله والوطالبانو دجنګي وسايلو او دنشه يي توکو دوه ډيپوګانې ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته