امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په قندهار ولايت کې ونيول شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په  قندهار ولايت کې دملي اردو دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې له دريو تنو افرادو سره يې  ونيول شو.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
دملي دفاع  وزارت دخاصو قطعاتو ځواکونو دسردارمحمد په نامه ديو قوماندان دنيولو په مقصد چې په تروريستي پيښو، په امنيتي پوستو دبريد او په واټونو کې دماينونو دښخولو سبب وو ، ګډ ځانګړې عمليات ترسره کړل چې له امله يې دغه قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ونيول شو .
له نيول شويو کسانو څخه د درندو  وسلو يوه اندازه مهمات ، چاوديدونکي توکي او څو وسلې  ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته