سیاست

اجرائیه رئیس په کابل کې د المان له سفیر سره د مهاجرینو پر موضوع خبرې وکړې

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د المان د فدرال جمهوریت له سفیر والټر هاسمن سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کي له افغانستانه اروپا ته د تلونکو مهاجرو، اقتصادي فعالیتونو او د هیواد پر سیاسي وضعیت باندي خبري وسوې.
اجرائیه رئیس په دې کتنه کي وویل، چي د افغان حکومت له ارقامو سره سم اروپا، په خاصه توګه جرمني ته د تلونکو افغان کډوالو په شمېره کي په بې سارې توګه کمښت راغلی.
ده زیاته کړه، چي افغان حکومت دهېواد په دننه او بهرکې د مهاجرینو او بې ځایه کېدونکو ستونزو ته د رسېدو لپاره د خپلو امکاناتو تر محدودې کار کړی.
هغه په دې کتنه کي د المان له هیواده مننه وکړه، چي د تیرو لسیزو په ترڅ کي له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کي مرستي او همکارۍ کړي دي.
د کابل لپاره د المان سفیر والټر هاسمن وویل، چي هیواد یې په افغانستان کي د ملي یووالي له حکومت سره خپل کار او همکاریو ته ژمن دی او په دې برخه کي به کار ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، چي دوی د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس ته هم لېوال دي او هیله لري، چي نړۍ به هلته یو ځل بیا د اوږدې مودې لپاره خپل تعهد تازه کړي.
ده یادونه وکړه، چي هیواد یې د مهاجرو په اړه هم واضحه پالیسي لري او غیر قانوني مهاجرو ته به په هغه هیواد کي د پاتې کېدو اجازه ورنکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته