امنیت

نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي دفاع وزارت  نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دهېواد دفاعي  ځواکونو  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ددښمن دځالو دله منځه وړلو په مقصد ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې  يې نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درويشت تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات دروزګان ، قندهار ، کونړ ، بادغيس ، ننګرهار ، کاپيسا ، پکتيکا ، ميدان وردګو ، غزني ، دايکنډي ، فراه ، فارياب ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  دهېواد دهوايي ځواکونو  په ملاتړ ترسره شول .
  ختم_ شکريه  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته