کابل باختر د چنګاښ نهمه :
د ائتلاف دځواکونو بې پيلوته الوتکو دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ دکاکو او د ګرګري دبازار په سيمو کې پرون دداعشي تروريستانو په پټنځيو بمباري وکړې چې په نتيجه کې يې دسلمان اورکزي په نامه دداعشيانو ديوقوماندان په ګډون پنځه تنه تروريستان ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، دهېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيره بيا د ٢٠١ سيلاب قول اردو منسوبينو دسولې د بهير ملاتړ کوي په هغه صورت کې چې ډار اچوونکي تروريستي ډلې او دافغانستان دخلکو دښمنان دسولې له بهير سره يوځاى نه شي د دفاعي او امنيتي ځواکونو دهوايي توپچي او دنورو ځواکونو دبريدونو په نتيجه کې به له منځه يوړل شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل