امنیت

دسيمې داوسيدونکو او دراستنو شويو مهاجرينو ترمنځ نښته کې ١٤ تنه ووژل شول .

-کابل باختر د لړم  نهمه :
دتخار ولايت ددشت قلعه په ولسوالۍ کې دسيمې داوسيدونکو او دراستنو شويو مهاجرينو ترمنځ جګړه کې ١٤ تنه ووژل شول .
عبدالله چې نوى له پاکستان څخه ددشت قلعه ولسوالۍ ته راستون شوى دى وويل:  ٢٨ کاله يې له خپلې کورنۍ  سره په پاکستان کې  تيرې کړې دي او اوس خپل اصلي ټاټوبې ته راستون شوى دى .
ده وويل چې دوى په خپلو ځمکو او ټاټوبو کې ځاى پرځاى شوي دي  دسيمې ځينو اوسيدونکو په دوى بريد کړى دى او دکورنۍ يوشمير غړي يې ټپيان کړي دي .
ده وويل   چې په دې بريد کې ديوې ميرمنې  په ګډون زموږ کورنۍ پنځه تنه غړي ټپيان شوي دي خو ددشت قلعه  ولسوالۍ د سکه کول دسيمې يو اوسيدونکي شرافت وايي چې راستانه شوي کسان دځمکې سندونه نه لري او غواړي چې زموږ ځمکو په زور سره خيټه واچوي .
  ده زياته کړه دوى غوښتل چې دغه  راستانه شوي کسان بيرته وشړي خو ددوى له خوا وهل شوي او ډبول شوي او نهه تنه يې ټپيان شوي دي .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيمور دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپيښې دڅيړنې لپاره سيمې ته هيئت استول شوى دى چې ددواړو لورو سندونه وڅيړي او حق  حقدار ته وسپاري .
دالومړى ځل نه دى چې په تخار کې دسيمې داوسيدونکو او دراستنو شويو کسانو ترمنځ نښته کيږي .
  اته کاله مخکې هم دخواجه بهاوالدين  ولسوالۍ په لسګونو کورنۍ  له ورته ستونزو سره مخامخې شوې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته