امنیت

يو ايرانى له ٢٩ کيلوګرامو هيروئينوسره ونيول شو

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : يو ايرانى تبعه نن د ٢٩ کيلوګرامو هيروئينو دقاچاقو په تور په هرات ولايت کې ونيول شو. دهرات و لايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باخترآژانس ته وويل چې دغه ايرانى د اسلام قلعه په بندر کې نيول شوى دى. هغه زياتوي قاچاق وړونکي دغه نشه يي توکي دټانکر موټر په ټاير کې ځاى پر کړي وو او غوښتل يې چې هغه ايران ته وليږدوي.پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته