لښکر ګاه باختر د تلې ۲۲ مه
د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان پرون د ګډو افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر آژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې په دغو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچینه زیاتوي چې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویوعملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال