امنیت

د هېواد په ختیځ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري پیل شوي عملیات له لاسته راوړنو ډک دي

جلال اباد باختر د مرغومې ۳۰ مه
د ګډو افغان ځواکونو له لوري د هېواد د ختیځ ولایت ننګرهار  د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پیل شوي چاڼیز عملیات له زیاتو لاسته راوړنو ډک دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د لعلپورې ولسوالۍ د ګردآب ، میرسنګی ، چکنور او ګل ډاګ سیمې په بشپړ ډول سره د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي.
ویل کېږي دغه عملیات چې دوه ورځې مخکې پیل شوي دي لا هم دوام لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته