امنیت

دناټو يو سرتيري ديو لاسي بم دچاود نې له ا مله ووژل شو

هرات باختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دهرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ديو لاسي بم د چاودنې له ا مله د ناټو يو سرتيري ووژل شو او دوه تنه نورټپيان شول.

دغه پيښه نن سهار د ناټو په يوه پوځي اډه کې وشوه چې په تيروتنې سره دناټو دځواکونو يو لاسي بم ديو سرتيري له خوا وچاوديد .

دلويديځ زون د پو ليسو ويندوى سمونوال عبدالروف احمدي باختر ا ژانس ته وويل چې لاسي بم په تيروتنې سره د ناټو ديو پوځي په لسټونې کې بند پا تې شو اووچاوديد.

دغه اډه په ايتالوي ځوا کو نو پورې اړونده ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته