امنیت

دوه تنه پاکستاني انسان تښتونکي ونيول شول

کابل باختر ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دوه تنه انسان تښتونکي  چې ويل کيږي  دپاکستان اتباع دي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه  دوه تنه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  بډاى کسان او يا دبډايو کورنيو ماشومان تښتول  او دهغوى دخوشې کولو په بدل کې يې دهغوى له کورنيو څخه يې دپيسو غوښتنه کوله.
دننګرهار ولايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل  چې دغه پاکستاني  انسان تښتوونکي دملي امنيت دمنسوبينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې له جلال آباد ښار څخه ونيول شول .
ده وويل  ؛ نيول شوي کسان دخيبر پښتونخوا اوسيدونکي دي  او په ننګرهار ولايت کې يې  په انسان تښتونې لاس پورې کاوه .
دغو دوو تنو په لومړنيو تحقيقاتو کې دانسان تښتونې په څو پيښو اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته