سیاست

واکمن قضايي هيئت ايران ته ځي

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى : دپاکسان دعالمانو شورا درييس څرگندونې  خنده وونکي دي

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١٣ :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري  غونډه کې دپاکستان دعالمانو درييس طاهر اشرفي څرګندونې خنده وونکي وبللى .
دپاکستان دعالمانو شورا درييس دروانې اوونۍ په پيل کې  جهاد په افغانستان ، کشمير او بيت المقدس کې جهاد .حلال بللى وو اوبرعکس يې دپاکستان پرخلاف  جهاد حرام بللى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي دغه راز په دې باب وويل، دپاکستان دعالمانو شورا درييس دغه حرکت يوسياسي عمل  دى اوپه هيڅ صورت  په سيمه کې  دسولې په ګټه اودکړکيچ دلري کولو په ګټه نه دى .
ده دغه څرگندونې  دغه راز  ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دپياوړتيا په ګټه ونه بللې  .
دبهرنيو چارو  وزارت ويندوى دغه راز وويل  چې افغانستان يو اسلامي هيواد دى او دافغانستان دحکومت دريځ  هماغه دريځ دى  چې دافغانستان دعالمانو شورا په يوه اعلاميه کې  هغه طرحه کړى  دى .
موسي زي دغه راز اعلام وکړ چې په نږدې راتلوونکي کې دهيواد دجګپوړى قضايي هيئت دايران له قضايي مقاماتو سره دخبرو لپاره دغه هيواد ته سفرکوي.
ددغه هيئت سفر په ويانا کې دتمدنونو دايتلاف  دپنځمې  غونډې ترڅنګ ددواړو  هيوادونو  دبهرنيو چارو  دوزيرانو له موافقې  وروسته کيږي .
دده دڅرگندونوله مخې، دافغانستان هيئت به هلې ځلې وکړي  دايران لورې ته قناعت ورکړي او دناوړو تفاهماتو له منځه وړلو لپاره دهمکاري يو ميکانيزم  جوړ کړي او دهغه له مخې به ايران کې دافغانانو د اعدام لړۍ وځنډول شي .
ده دغه راز وويل چې لا تراوسه پورې په ايران کې داعدام شويو کسانو دقيق شمير معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته