نړۍ

د قطر او کويټ د مشرانو کتنه

 نړيوالې خبري منابع باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٨ :
د کويټ امير شيخ صباح الاحمدنن شپه د قطر او عربستان ترمنځ د اختلافونو د حل او منځکړيتوب لپاره د خپلو هلوځلو په دوام دوحې ته سفر وکړ.
شيخ صباح الاحمد دوحې ته له رسيدو وروسته د قطر له امير تميم بن حمد آل ثاني سره له عربستان او څو عربي هېوادونو سره د روغې جوړې په برخه کې خبرې اترې وکړې .
د کويټ امير له دوحې څخه مخکې په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو له لوړ رتبه مقاماتو سره خبرې اترې کړې وې.
عربستان مخکې له دې د رياض او دوحې ترمنځ د هر راز منځګړيتوب امکان رد کړى و.
عربستان له اماراتو، بحرين، مصر، ختيځې ليبيا، مالديو او د يمن له تښتيدلي جمهور رئيس سره له قطر سره خپلې سياسي اړيکې وشلولې.
دسعودي عربستان دسيمه ييزو سياستونو پرخلاف دقطر دامير څرګندونې  درياض   او ابوظبي دمقاماتو او ډله ييزو رسنيو له سخت  غبرګون سره مخامخ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته