سیاست

دجمهور رييس غني له خوا دنيکمرغه لوى اختر درارسيدو په مناسبت د نړۍ دهيوادونو ددولتونواو حکومتونودمشرانو په نامه دمبارکي پيغامونه ليږل شوي دي .

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني له خوا دنيکمرغه لوى اختر درارسيدو په مناسبت دنړۍ دهيوادونو د دولتونو او حکومتونو ديوشمير مشرانو په نامه دمبارکي  جلا جلا پيغامونه ليږل شوي دي .

په دغو پيغامونوکې جمهور رييس غني  دافغانستان دمسلمانو خلکو په  استازيتوب دنيکمرغه لوى اختر  درارسيدو په مناسبت د ډيرو صميمانه مبارکيو مراتب ددغو هيوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو او خلکو ته څرګند کړي دي .  دمبارکي دغه پيغامونه  دخادم الحرمين  والشريفين  او دسعودي  عربستان دباچا اعليحضرت  ملک سلمان بن عبدالعزيز  آل سعود دايران داسلامي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر حسن روحاني ، دکويټ دوزيرانو شورا درييس والاحضرت  شيخ جابر مبارک الحمد الصباح ، دبروناى دباچا اعليحضرت  سلطان حسن  البولکيا ، دلبنان دصدراعظم  تمام سلام ، دعراق دصدراعظم حيدر العبادي  ، دسوډان  دجمهور رييس عمر حسن احمد البشير ، دتاجکستان دجمهور رييس امام علي رحمان ،  دازبکستان دجمهور رييس اسلام کريموف  دقزاقستان  دجمهور رييس  نور سلطان نظر بايف  ، دقرغزستان دجمهور رييس الماس بيک اتمبايوف ،  دترکمنستان  دجمهور رييس قربان قلي بردي محمدووف ، داذربايجان دجمهور رييس الهام علي يف ، دماليزيا دصدراعظم  نجيب عبدالرزاق ، دترکيې دجمهور رييس رجب طيب اردوغان ، دسعودي عربسـتان دوليعهد  والاحضرت امير محمد بن نايف  بن عبدالعزيزي ، دعربي متحده اماراتو ددولت درييس نايب دوزيرانو شورا درييس اوددبى دحاکم والاحضرت   شيخ محمد بن راشد آل مکتوم ، دالبانيا دجمهور رييس لوجا نيشاني .

  دکوزوو دجمهور رييس عاطيفه  ياهياګا ، دبنګله ديش  دصدراعظمې شيخ حسينې  واجد ، داندونيزيا  دجمهور رييس جوکو ويدودو ، دبنګله ديش دجمهور رييس عبدالحميد ، دپاکستان دجمهور رييس ممنون حسين او ددغه هيواد دصدراعظم  محمد نوازشريف ، دترکيې دصدراعظم احمد داود اوغلو ، دالجزاير دجمهور رييس عبدالعزيز  بوتفليقه ،  دتونس دجمهور رييس محمد الباجي قائد السبسي  ،  دمراکش دصدراعظم  عبدالاله  بن کيران ، دفلسطين ددولت درييس محمود عباس  دعراق دجمهور رييس فواد معصوم د کويټ دامير والاحضرت امير شيخ صباح الاحمد جابر الصباح  ،.  دکويټ ددولت دوليعهد  والاحضرت  شيخ نواف الاحمد الجابر الصباح ، دماليزيا ددولت درييس تانکو عبدالحليم  ، دبحرين  دباچا والاحضرت  شيخ محمد بن عيسي بن سلمان آل خليفه دمراکش دباچا اعليحضرت  محمد ششم ، دمصر دجمهور رييس عبدالفتاح السيسي  ،  دعمان دسلطان اعليحضرت  قابوس  بن سعيد آل سعيد ، دقطر دوزيرانوشورا درييس والاحضرت شيخ عبدالله بن ناصر او دمالى دجمهور رييس ابوبکر  کيتا په نامه ليږل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته