کابل باختر د سلواغې لومړى :
دتاجکستان يوتبعه دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور دکورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره دمبارزې دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شو .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دتاجکستان تبعه شيراز عمروف چې په شمالي وزيرستان کې يې د تروريستي عملونو زده کړې کړې دي او دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد افغانستان ته استول شوى و دکندز ولايت ته يې دتللو نيت درلود چې دکورنيو چارو وزارت دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دکشفي موظفينو له خوا دلوګر ولايت په مربوطاتو کې وپيژندل شو اوونيول شو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ