امنیت

په فراه کې د طالبانوبرید شنډکړی شو

 فراه د وږي ۲ باختر
په فراه کې تېره شپه د طالبانو برید شنډ کړی شواو د دغې ډلې ١٢ غړي ووژل شول.
په فراه کې د ۲۰۷ ظفرقول اردو د دویمې پلې لوا ویاند حشمت الله احمدي نن د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې یوه ډله وسله وال طالبان د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د ملي اردو پر بیز برید وکړچې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.
هغه زیاته کړه چې طالبانو لومړۍ په چاودېدونکوتوکوباریوموټرد ملي اردو بیزته نېږدې وچاوه او وروسته له پوځیانوسره جکړه پیل کړه چې په دې پېښه کې دولس طالبان ووژل شول او پوځیانوته د سرزیان نه دی آوښتی ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته