بنو دې نيوز باختردجوزا دمياشتې ٢ :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دحکومتي ځواکونو دعملياتو په دريمه ورځ
پنځه تنه مليشه طالبان و وژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
ددې نيوز انټرنشنل ورځپاڼې دخبرله مخې :
په دغو عملياتو کې نن سهار دميرعلي په سيمه کې دطالبانوپه څو پټنځايونو
بريد وشو چې په مرګ ژوبلې برسيره دغه پټنځايونه هم ويجاړشوي دي .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : ددغو عملياتو په دوام په تګ راتګ هم بنديز
لګول شوى دى .
ديادونې وړ ده چې په شمالي او جنوبي وزيرستان دتيرو دوو ورځو په هوايي
او ځمکنيو عملياتو کې په لسګونوتنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ