سیاست

پاکستان او ايران په روسيې کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې ګډون کوي

اسلام اباد باختر دوري اوومه :
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلام وکړ چې د ايران او پاکستان او د سيمې د نورو لسو هېوادونو استازي به په روسيه کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې ګډون وکړي .
  نفيس زکريا پرون د پاکستان له دولتي ټلويزيون شبکې سره په خبروکې وويل چې د افغانستان، روسيې، چين، هند او د مرکزي آسيا د حکومتونو استازي به هم د افغانستان د سولې په خبروکې ګډون وکړي .
ده څرګنده کړه چې پاکستان ځان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې ژمن بولي .
  پخوا هم د روسيې، افغانستان، چين، هند، پاکستان او ايران د هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د سولې کنفرانس په مسکوکې  جوړ شوى و .
د تيرې مرغومي په مياشت کې هم د چين، روسيې او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه غونډه په مسکوکې جوړه شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته