امنیت

١٢٩ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او ٩١ تنه نور ټپيان شول.

کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
دهېواد په ځينو ولايتونو کې  دامنيتي اودفاعي ځواکونو په پرونيو ګډو عملياتو کې   ١٢٩ تنه   ډاراچوونکي ووژل شول  او ٩١ تنه نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ  چې دغه عمليات دخلکو دسر او مال د ساتنې   او د ډاراچوونکو  دځپلو په موخه  دهېواد دځينو ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.
دغه عمليات    دهېواد دتوپچي اوهوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، غزني ، پکتيکا، قندهار ، روزګان ، زابل، فراه ، فارياب ، جوزجان ، کندز او  د هلمند په ولايتو نو کې د هېواد  دامنيتي او  دفاعي ځواکونو له خوا ترسره شول.
دغه راز ددغو عملياتو په  بهيرکې څلورتنه مشکوک کسان ونيول شول او د دښمن  يوه اندازه وسله  ، مهمات او وسايط هم ويجاړ اوله منځه وړل شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته