امنیت

څلور تنه وسله وال مخالفين په پکتيا کې ووژل شول

 ګرديز باختر دلړم دمياشتې ١٢ نيټه  :
څلورتنه وال مخالفين تيره شپه  دپکتيا ولايت  په آريوب ځاځيو او زرمت ولسواليو کې ووژل شول.
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل :
د حقاني د شبکې دوه غړي د آريوب ځاځيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونوپه هوايي بريد کې ووژل شول.
دغه راز دوه تنه نور وسله وال مخالفين  د زرمت ولسوالۍ دشيربز په سيمه کې دافغان پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول  اودهغوى يو موټر سايکل هم  له منځه  تللى دى.
افغان پوځيانو دخوست او غزني ولايتونو په بيلابيلو سيمو کې څلورماينونه  
چې د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى  پرځاى  کړاى شوي  وو کشف اوشنډ          کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته