اقتصاد

د اقتصاد عالي شورا غونډه: هیڅ اداره او فرد په خپل سر د شرکتونو د فعالیت په اړه د تصمیم حق نه لري

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې، د نسلي سویس او حبیب ګلزار  کمپنیو پر پانګونې، د اوسپنۍ پټلۍ د قانون پر مسودې او ازبکستان جمهوریت ته د افغانستان د پلاوي د سفر د راپور په اړه بحث وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د حبیب ګلزارکمپنۍ د پانګونې په اړه بحث وشو. د یادې کمپنۍ په راپور کې څرګنده شوه چې په ۲۰۱۵ کال کې دغې کمپنۍ نسلي شرکت سره توافق کړی و چې راتلونکو پنځو کلونو کې به په هېواد کې د نسلي محصولاتو لپاره ۶۰ میلیونه ډالرپانګونه وکړي.
په ۲۰۱۷ کال کې د دغه شرکت لومړنۍ پروژې د وچو شیدو، مایع شیدو او د ملایي د تولید لپاره په ۳۰ میلیونو ډالرولومړنۍ پانګونې سره فعالیت پیل کړ. خو د  ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې ځینو دولتي بنسټونود یادې کمپنۍ د تولیدي موادو زهري کېدو په اړه ناتایید شوي راپورونه خپاره شول چې د دغه شرکت اعتماد ته یې جدي زیان واړاوه.
د یادې کمپنۍ مسوولین له حکومت څخه غواړي، له هغو مسوولینو سره چې غیر مسوولانه او بې کنټروله یې دا اوازې خپرې کړې قانوني چلند وشي او همداراز دغه شرکت لپاره د حیثیت اعاده وشي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د نسلي سویس او حبیب ګلزار کمپنیو موضوع په جدي توګه وارزول شي او همداراز د نوموړې کمپنۍ د حیثیت اعاده وشي.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، حکومت په ټولو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې  هراړخیز ملاتړکوي.
همداراز پرېکړه وشوه، چې د تصمیم نیونې مشخص میکانیزم دې وي، ترڅو افراد، ادارې او ډلې د شرکتونو د فعالیتونو په اړه په خپل سر قضاوت او پرېکړه ونه کړي او هره پرېکړه باید د اجراتو قانون مطابق وي.
د اجنډا په دویمه برخه کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د قانون مسوده غونډې ته وړاندې کړه. له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې یاده مسوده د نهایي کېدو لپاره کابینې ته وړاندې شي.
د غونډې په دوام کې د اقتصاد عالي شورا افغانستان څخه ازبکستان ته د ګډ پلاوي د سفر راپور په اړه بحث وکړ. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي، د ترانسپورت وزیر محمد حمید طهماسي او د افغانستان د برشنا شرکت رئیس امان الله غالب د یاد راپور د وړاندې کولو پر مهال ازبکستان ته د افغانستان د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وباله.
غونډې ټینګار وکړ، د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړي توګه ازبکستان د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او په هره برخه کې چې د افغانستان د دولت همکاري او ملاتړ ته اړتیا وي اساسي اقدامات دې وشي او همداراز اقتصادي، سوداګریز او سیمه ییز اتصال د افغانستان حکومت په کاري لومړیتوبونو کې دي.
د دغه راپور په جزئیاتو کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزو کمېسیونونو په چوکاټ کې ازبکستان ته د افغانستان دولت د پلاوي په سفر کې د مزار ـ  هرات د اوسپنې پټلۍ د پروژې، سویلي اسیا ته د ازبکستان د برېښنا انرژي او د برېښنا ترانزیت، د نساجي صنعت په برخه کې د پانګونې د جذب او له ازبکستان څخه د مهمو دولتي اقلامو اخیستلو او د هغه هېواد عالي مقاماتو سره د فرهنګي او ګمرکي همکاریو په اړه بحث او ځیني توافقات شوي دي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته