امنیت

په روزګان کې طالبانو ته د سر دروند زيان

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢١  :
په روزګان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د روزګان ولايت دچارچينو، دهراوود او د خاص روزګان د ولسواليو په ځينو سيموکې رامنځته شوې دي.
لومړۍ جګړه تېره شپه په دهراوود ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو د پوځيانو د ګزمې په کاروان بريد وکړ.
د روزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په دغو طالبانوکله يې چې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ؛ د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
ويل کيږي، په دې جګړه کې سرتيرو او د ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
يوولس تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې پوځيانوپه يوې ډلې موټر سپرو طالبانو بريد وکړ.
په روزګان ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د روزګان په چارچينو ولسوالۍ کې په يوه جلا نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته