اقتصاد

نړيوال بانک دسترو اقتصادي پروژو په عملي کولو کې له افغانستان سره مرسته کوي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي چارو معينې عادلې (راز)  نن  په افغانستان کې دنړيوال بانک له رئيس  سره په کتنه کې  څرګنده کړه  چې دافغانستان حکومت  داقتصادي اوبنسټيزو پروژو عملي کولو ته  جدي پاملرنه لري   اوپه دې لاره کې  سيمه ييزو اقتصادي همکاريو  ته ارزښت ورکوي.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په افغانستان کې دنړيوال بانک رئيس په دغه هېواد کې  دخپلې اړوندې ادارې  پروژې اوپروګرامونه بيان کړل او دسيمه ييزو همکاريو دستر رول اوپه سيمه کې دسترو اقتصادي پروژو داجرا کولو په يادونې سره يې په بيلابيلو برخو کې دافغانستان له حکومت او خلکو سره دنړيوال بانک دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې  دواړو لورو دبروکسل کنفرانس افغانستان  ته د دوستو هېوادونو  او د نړيوالې ټولنې دهمکارۍ دجلبولو په لاره کې يو مناسب فرصت وباله  او دغه کنفرانس ته دتياري  او دنورو موضوعګانوپه باب يې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته