کابل باختر دزمري لومړى :
دلغمان په ولايت کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا داوبو رسولو څلور ويالې جوړې شوې .
دلغمان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه څلور شبکې ددرې ويشتو مليونو افغانيو په ټول لګښت جوړې شوې اوګټې اخستنې ته وړاندې شوې دي .
دده دڅرګندونو له مخې، بزګران په پاخه او اساسي ډول دخپلو ويالو دجوړولو له امله خوشحاله دي او ددغه راز پروژو جوړيدل ، په هيواد کې دکرنې دودې په لاره کې ګتورې بولي .
ديادونې وړ ده چې اوبه دکرنې دپرمختګ لپاره يو حياتي فکتور بلل کيږي او په کرونده کې دکافي اوبو شتون دښو حاصلاتو دتوليد يو عامل بلل کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ