کابل باختر د ثور يوويشتمه :
دملي پوليسو ځواکونو دپرونيو امنيتي فعاليتونو په بهير کې ٥١ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه دکونړ ، ننګرهار ، بغلان ، کندز ، فارياب ، بدخشان ، سرپل ، جوزجان ، قندهار ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، غزني ، پکتيکا ، هرات اودبادغيس دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ٥١ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول ، ١٥ تنه ټپيان او يوتن بل نيول شوى او يوه اندازه وسله اومهمات ترلاسه شوي او ٢٣ ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ