ښوونه او روزنه

د څوارلسمو ټولګیو له درې زره پنځه سوه فارغانو څخه اختصاصي ازموینه واخستل شوه

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
د مسلکي انسټیټونو او دارلمعلمینو له یو شمیر فارغانو څخه په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د جذب په موخه په کابل پوهنتون، د استاد رباني د ښوونې او روزنې  په پوهنتون او د کابل  په طبي پوهنتون کې اختصاصي ازموینه واخيستل شوه.
د لوړو زده کړو وزرات د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ:
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو مرستیال پوهاند بری صدیقي په داسې حال کې چې د ازموینې بهیريې څخه کاته، وویل:
دغه محصلان چې د مسلکي انسټیټیوټونو له بېلابېلو برخو څخه فارغ شوي  دي، په ازموینه کې له برياليتوب وروسته به د کابل مرکزي پوهنتون په انجینري، اقتصاد، شرعیاتو، کمپیوټر ساینس، ادبیات او نورو اړوندو پوهنځیو کې د لیسانس زده کړو په موخه جذب شي.
په دغه ازموینه کې چې په یادو پوهنتونونو کې واخستل شوه د بېلابېلو انسټیټوټونو، دارالمعلینو او دارالعلومونو نږدې درې زره درې سوه تنو فارغانو ګډون کړی و.
په ورته وخت کې په کابل طبي پوهنتون کې هم د یو شمیر طبي انسټیټونو له دوه سوه دري دیرشو تنو فارغانو څخه تخصصي ازموینه واخستل شوه.
د کابل طبي پوهنتون رییس پوهاند شرین آقا ظریف په وینا له دغو ګډونوالو څخه به په کلي توګه دوه څلوېښت تنه ونیول شي چې له دې جملې څخه پنځلس به یې داخله او باتې نور به یې د جراحۍ په برخه کې اړونده څانګو ته وروپیژندل شي.
د یادولو ده چې یوه اوونۍ وروسته په کابل پولیتخنیک پوهنتون کې هم د تخنیکي انسټیټیونو له پنځه  سوه فارغانو څخه ازموینه واخستل شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته