امنیت

په کندز کې ١١ تنه دجنايي جومونو په تور ونيول شول .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دکندز امنيتي مسوولين وايي چې دتېرې اوونۍ په بهير کې ١١ تنه په دغه ولايت کې  دجنايي جرمونو او له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول .
دکندز امنيه قوماندان جنرال  عبدالرشيد بشير باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت پوليسو  دغه کسان دنشه يي توکو دقاچاقو اوپلورنې ،دوسله والو طالبانو له ډلې سره دهمکارۍ او ددولتي ځمکو دغضب په تور دکندز ولايت له مرکز او اړوندو ولسواليو څخه ونيول شول .
هغه زياته کړه:  څلور تنه  دنشه يي توکو دقاچاقو اوپلورنې، درې تنه له وسله والو طالبانو سره دهمکارۍ او څلور تنه نور دځمکودغضب  په تور ونيول شول .  ختم_ مدينه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته