نړۍ

پاکستان او سعودي عربستان ګډ سمندري تمرينونه پيل کړل

 

اسلام اباد باختر دمرغومي څليرويشتمه

د پاکستان او د سعودي عربستان سمندري ځواکونو پرون دعربو په سمندرګۍ کې ګډ پوځي عمليات پيل کړل .

  د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دپاکستان دسمندري پوځ يوه قوماندان رسنيو ته ويلى دى چې دغه تمرينونه د سعودي عربستان په اوبوکې د اور مالا په سمندري اډه کې پيل شوي دي .

 يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو تمرينونوکې په سمندري امنيتي مسئلو، د ناڅاپي ګواښونو پرخلاف عملياتو، سمندري غلا، د نشه يي توکو د قاچاقو او تروريزم ، مهماتو او د انسان د قاچاقو په ګډون، د لنډ مهالو چلنجونوپرخلاف عملياتو چې په سمندري چاپيريال باندې زياتې اغيزي  کوي؛ تمرکز شوى دى .

دغه تمرينونه به د روان کال دسلواغې دمياشتې تر دريمې نيټې پورې دوام ومومي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته