سیاست

د کورنيو چارو وزير د بسترو ناروغانو پوښتنه وکړه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦ :
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي  په ٢٠٠ بستريز روغتون کې دملي پوليسو  دناروغانو او ټپيانو پوښتنه وکړه  او په هغوى  يې مهرباني وکړه.
کورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د کورنيو چارو  وزير د نيکمرغه کوچني اختر د لمانځه ادا کولو  وروسته دپوليسو 
٢٠٠ بستريز روغتون ته  لاړ او په بستر کې  د ټپي او ناروغو پوليسو سره يې له
نږدي وکتل او هغوى ته يې د نيکمرغه کوچني اختر له امله مبارکي وويله.
د کورنيو چارو وزير   يوه اندازه نغدي سوغاتونه د پوليسو په ٢٠٠ بستريز روغتون کې بسترو  ناروغانو او ټپيانو ته ورکړل.
په همدې حال کې  د کورنيو چارو  وزارت له جرمونو سره د مبارزې لوى رئيس لوى پاسوال سيدعبدالغفار سيدزاده په  داسې حال کې چې د دغه وزارت دپلټنې او دمالي او بودجې د چارو  لوى رئيسان  ورسره ملګري وو ، د شهيد سردارمحمد داودخان روغتون ته لاړ اوپه  دغه روغتون کې يې بسترو ټپيانو او ناروغانو ته  دنيکمرغه کوچني اختر له امله مبارکي  وويله  او د هغوى پوښتنه يې وکړه او هغوى ته يې سوغاتونه  ورکړل.
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت  د قوتونو دتنظيم لوى رئيس پاسوال محمدوسيم  د سرحدي پوليسو دلويې  قوماندانۍ رئيسانو ، جنرالانو  ، افسرانو ، ساتنمنانو او سرتيرو ته  دنيکمرغه  کوچني اختر مبارکي  وويله.
دغه راز دسرحدي پوليسو لوى قوماندان پاسوال ارکانحرب رحمت الله رووفي  دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر  دسرحدي پوليسو قوماندانۍ ته لاړ او دنيکمرغه کوچني اختر له امله د مبارکۍ په ويلوسره يې  د دغې قطعې  يو شمير منسوبين يې دستاين ليکونو په  ورکولو سره  وستايل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته