سیاست

محمد صديق افغان بيا هم په تحصن لاس پورې کړ .

کابل باختر د وږي  نهمه :
دنړۍ دفلسفي  رياضي فيلسوف  محمد صديق افغان په کابل ښار کې دځانمرګو بريدونو دزياتوالي  پرخلاف غبرګون کې له څه مودې  راپديخوا دجمهوري رياست دارګ ددروازې په وړاندې  دتحصن خيمه درولې ده .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  محمد صديق افغان چې له زياتې  مودې راپديخوا  دهيواد دملي اونړيوالو ارزښتونو ددفاع په ليکه کې   ولاړ  دى او په بيلابيلو وختونوکې يې دسياسي ټولنيزو اوفرهنګي بې عدالتيو پرخلاف اعتراض  کړى دى بيا هم له دوو مياشتو راپديخوا دتحصن تر خيمې لاندې  شپې سبا کوي او دملي وحدت دحکومت له مقاماتو څخه غواړي ځانمرګي بريدونه چې هره ورځ زموږ هيوادوال په وينو او خاورو لړي او لت پت کوي پاى ته ورسوي او ددولت په دستګاه کې دې دمغرضو ګاونډيو هيوادونو جاسوسان وپيژني او دهغوى دتروريستي  فعاليتونو  مخه دې ونيسي .
لکه څنګه چې په هيواد کې له بده مرغه  دواقعيتونو انعکاس  او ديوه غږ اوريدل  کم ترويج شوي دي اوله دې پلوه  تراوسه پورې ددغه فيلسوف  غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې خو صديق افغان  وايي چې دهيواد دملي ګټو ، ځمکنۍ  بشپړتيا او دټولو ملي او نړيوالو ارزښتونو دفاع دهر هيوادوال په تيره بيا دهيواددروښانفکر قشر دنده ده او تر هغه وخته پورې چې غوښتنو ته يې پاملرنه ونه شي خپل تحصن ته دوام ورکوي .
صديق افغان داځلې  دخپلو اعتراضونو خيمه ټيک  دجمهوري رياست دارګ ددروازې په وړاندې درولې ده .
ده ددې کار علت داسې بيان کړ دغه ځاى يې په دې خاطر انتخاب کړى دى چې دولتي چارواکي اوسياسي مشران ددغه واټ له لارې دجمهوري رياست ارګ او اجراييه رياست ته تګ راتګ کوي چې ډير ژر دخلکو روا غوښتنو ته متوجه شي او دافغانستان په وړاندې  دپاکستان  داوسنيو سياستونو پرخلاف ورته غبرګون وښي اوله دولتي دستګاو څخه دې دپاکستاني او ايراني جاسوسانو لاس لنډ کړي.
دصديق افغان دڅرګندونوله مخې،  ددغه شان حالت او دناامنيو دپراختيا دوام ددې هيواد نارينه ، ښځو ، ځوانانو اوبوډاګانو ته دزغم وړنه دى دولتي چارواکي دې ډير ژر ددغه شان حالت په  پاى ته رسولو اقدام وکړي .
په پاى کې افغان له ټولوپوهانو ليکوالو ، شاعرانو او خبريالانو څخه وغوښتل چې په خپلو فکري  استعدادونو کې دې دا کار خپل اصالت  وبولي چې دهيواد دملي ګټو ملاتړ وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته