سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دې غونډې په پیل کې جمهور رئیس غني د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه چې د کابل کنفرانس او په هرات کې د ټاپې پروژې د پرانیستې مراسمو په امنیت کې یې زحمتونه ګاللي وو، مننه وکړه او له تروریزم سره د مبارزې او د هغه د له منځه وړلو په برخه کې یې هغو ته د لازیاتې بریا هیله وکړه.
دغه راز جمهور ریېس د جمهوري ریاست دویم مرستیال او عدلیې وزارت څخه د ۳۰۰ تقنیني سندونو د بشپړولو له امله چې په تېرو دریو کلونو کې یې پړاوونه بشپړکړي دي او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان دولت د تعهداتو له ډلې څخه دي، قدرداني وکړه.
وروسته له اجنډا سره سم د عدلیې وزیر د محدود المسولیت شرکتونو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ویل، دغه طرحه د قوانینو په کمېټه کې تایېد شوې او په هېواد کې د محدود المسولیت شرکتونو د تاسیس ډول د چارو د تنظیمولو په خاطر په ۱۴ څپرکو او ۱۰۴ مادو کې ترتیب شوې ده.
ده دغه راز د بهرنیو شرکتونو د تنظیم طرحه چې په محدود مسولیت له هېواد بهر تاسیس او په افغانستان کې فعالیت لري، د هغو د فعالیت د جواز د صادرولو او د هغو د ثبت شرایطو او د پانګونې زمینې اسانتیا، اقتصادي انکشاف او د سوداګرۍ پراختیا په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د محدود المسئولیت شرکتونو د قانون طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه،د عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د یادې طرحې په شلمه ماده کې د (دولتي شرکتونو تر یوې مقررې لاندې مدیریت کېږي) جملې په زیاتولو، په ۲۹ ماده کې د باطل کلمه په ممنوع بدلولو، په ۱۰۲ ماده کې د مالیاتي نه تصفیه کولو په صورت کې د جواز د توقف یادونه او د غونډې نور تذکرات، تصحیح او نهایي کړي. 
په همدې ترتیب د عدلیې وزیر اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه یاده طرحه د ۵ څپرکو او ۴۱ مادو په لرلو سره د قوانینو کمېټې له لورې تائید شوې چې موخه یې له ادارو څخه اطلاعاتو ته د حقیقي او حکمي اشخاصو د لاسرسي حق تامین، د شفافیت ترلاسه کولو ډاډ، د اطلاع رسونې فرهنګ پیاوړتیا، په حکومتولۍ کې د خلکو مشارکت او د ادارو او اداري فساد پرضد د مبارزې د اجرااتو حساب ورکول، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹ مادې مراعتول او د تقاضا د ډول تنظیم او د اطلاعاتو وړاندې کول یې موضوعات تشکیلوي.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه تائید کړه او د جمهوري ریاست دویم مرستیال یې موظف کړ چې د عدلیې وزارت په همکاريو دې د یاد قانون طرحه په مرکز کې د دريو کلونو لپاره د یوه کمېسیون په جوړولو او وروسته دې د ایجاب پر مهال په ولایتونو کې د مالیې وزارت موافقه د کمېسیون د بودجې، معلوماتو د طبقه بندۍ او په غونډه کې د نورو وړاندې شویو مادو په اړه، تصحیح او نهایي کړي.
وروسته عدلیې وزیرد لوړو زده کړوقانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه چې د قوانینو کمېټې په غونډه کې د تائید وړ ګرځېدلې وه غونډې ته وړاندې  او زیاته یې کړه د یادې طرحې موخه په هېواد کې د لوړو زده کړو ملکي بنسټونو د چارو انسجام په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو، پوهنځیو، ډیپارټمنټونو د لغوه کولو صلاحیت، د لوړو زده کړو د موسسو د درسي نصاب د تنظیم، په اکاډمیکو بستونو کې د مجدد شمول، په علمي کادر کې د منلو شرایط، د علمي کدر د غړو د حاضرۍ مکلفیتونه، د هغوی د ترفیع شرایط، د پوهیالي له رتبې څخه د پوهنیار علمي رتبې ته د تثبیت او د هغې د دقیقې نېټې محاسبه ده.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د لوړو زده کړو قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د جمهوري ریاست دویم مرستیال یې موظف کړ چې د عدلیې وزارت، د لوړو زده کړو په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار او لوړو زده کړو وزارت علمي معین په همکاريو دې یاده طرحه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره تصحیح او نهایي کړي.
وروسته دعدلیې وزیر د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون د ځینو مادو د زیاتولو او لغوه کولو طرحه چې د رتبې د تنظیم، امتیاز، معاشاتو او افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د تقاعد د حقوقو د اجرا په خاطر ترتیب او د قوانینو د کمېټې له لورې تائید شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون د ځینو مادو د زیاتولو او لغوه کولو طرحه تائید کړه، عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه دې د تقاعد د محرومیت جزا او د ارکان حرب تحصیلي سویه دې د ماسټرۍ تحصیلي سویې سره معادل حذف او د ساتنمنانو او بریدملانو د بعدي ترفیع د څرنګوالي په اړه دې وضاحت ورکړي، یاده طرحه دې د غونډې د تذکر مطابق تصحیح او نهایي کړي.
د غونډې په دوام عدلیې وزیر له ښځو سره د تاوتریخوالي د منع قانون د ځینو مادو د تعدیل او په نافذه تقنیني اسنادو کې د اداري بودجوي واحدونو له عنوانونو څخه د (خپلواک) کلمې د لرې کولو طرحې چې د قوانینو د کمېټې له لورې تائید شوې وې، غونډې ته مطرح کړې چې د کابینې له لورې تائید شوې.
په همدې ترتیب  دعدلیې وزیر د عدلي او قضایي کمېټې د هدایت په اساس د جزایي اجرااتو د قانون لومړۍ ګڼې ضمیمې د ځینو مادو د تعدیل طرحه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د ۲۳/۱/۱۳۹۶ نېټې دویمې ګڼې او ۵ فقرې د هدایت په اساس ترتیب شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تائید کړه.
وروسته عدلیې وزیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نوم د بدلولو طرحه چې د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۷/۱۱/۱۳۹۶نېټې د (۳۲۱۳) ګڼې د حکم په اساس ترتیب او د قوانینو کمېټې په غونډه کې هم منل شوې ده، غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته په صنعت او سوداګرۍ د سوداګرۍ او صنایعو وزات د نامه بدلولو طرحه  تائید کړه، عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د یادې طرحې تعدیل تصحیح او نهایي کړي.
د غونډې په پای کې عدلي وزیر د جزا کوډ د ځینې احکامو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه چې د دې تعدیل په اساس د جزا کوډ د ۹۱۶ مادې د ۲ فقرې د (۳۴، ۳۵ او ۳۶) اجزاو کې زیاتونې او د ۳۳ نه تر ۵۳ مادو د محتوا، د ۵۴ مادې د (۲، ۳ او ۴) فقرو، نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون د ۵۵ نه تر ۵۸ مادو، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون له ۲۴ نه تر ۲۷ مادې محتوا او د شکنجې د منع قانون ۱۷ مادې محتوا لغوه کېږي چې د کابینې له لورې تائید شوه.پاى _ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته