سیاست

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید له مهالوېش سره سم د تلې پر ۲۷ مه د جمهوري ریاست انتخاباتو ړومبنۍ پایلې اعلان کړې وای، خو د کمېسیون رییسه بېګا ناوخته په یو خبري  کنفرانس کې راڅرګنده شوه او له ملته یې بخښنه وغوښته چې ویې نه شوای کولای د انتخاباتو ړومبنۍ پایلې له ټاکلي مهالوېش سره سمې اعلان کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پایلو د اعلان لپاره کومه بله نېټه نه ده ښودلې.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دې ستونزې ته کتنه کړې ده او لیکلي یې دي:
(وخت) هم زموږ په دیني باورونو او هم زموږ په ټولنیز او حقوقي ژوندانه کې ټاکونکی ارزښت لري. د بېلګې په توګه د هرلمانځه وخت معلوم دی او لمونځ کوونکی ملکف دی چې په همغه ټاکلي وخت لمونځ ادا کړي. د روژې او حج وختونه هم معلوم دي.
په اساسي قانون او همدارنګه د انتخاباتو په قانون کې د انتخاباتو د ترسره کولو او دغه راز د پایلو د اعلان وخت پوره وضاحت لري. زموږ په عادي ژوند کې هم د کار، استراحت، خوب او ډوډۍ وخت معلوم دی. په دې توګه د وخت او مهالوېش رعایتول د انتخاباتو په څېر په ستر ملي بهیر کې ځانګړی ارزښت لري او که څوک دغه ارزښت ته پام ونه کړي او هغه ته په سپکه سترګه وګوري او تر پښو لاندې یې کړي، نو دا به د قانون له احکامو څرګنده سرغړونه وي.
خبره یوازې د سرغړونې نه ده، بلکې دغه راز بې پروا چلند نورې ګڼې ستونزې هم راټوکولی شي.
له دې سره جوخت موږ د افغانستان شرایط هم له پامه غورځولی نه شو. د برېښنا ستونزې، کمزوری انټرنېټ، ستغې لارې او ګڼې سیاسي ناندرۍ.
د خلکو اصلي غوښتنه دا ده چې که د انتخاباتو پایلې یوڅو ورځې وځنډول شي، ښایي دومره مهمه نه وي، که څه هم دا کار باید نه وای شوی، خو مهمه دا ده چې د انتخاباتو کمېسیون رڼې پایلې اعلان کړي او دا هغه مهال شونې ده چې د انتخاباتو کمېسیون ټولې رایې چاڼ کړي او اجازه ورنه کړي چې آن یوه ناپاکه رایه سیستم ته داخله شي.
خلک رڼې پایلې غواړي او له ټولو کاندیدانو یې هیله او تمه دا ده چې رڼې پایلې ومني او بحران ته له لمن وهلو په کلکه ډډه وکړي. رڼې پایلې به د انتخاباتو پر کمېسیونونو او دغه راز په ټوله کې د انتخاباتو پر بهیر د خلکو بایللی باور بېرته راژوندی کړي او دا کټ مټ هغه څه دي چې د ولسواکۍ د پیاوړي کولو لپاره برخلیک ټاکونکی ارزښت لري.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته