سیاست

حامدکرزي په کابل ښار کې تروريستي بريد وغانده .

کابل باختر دوږي لومړي :
دافغانستان پخواني جمهور رييس  حامدکرزي  دکابل ښار دڅلورم مکروريان  په ساحه کې  تروريستي بريد چې له امله يې  زموږ يوشمير  هيوادوال  شهيدان او دښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
دافغانستان دسولې او ټيګاو ددښمنانو کار وباله او دغه ډارن او له انسانيت  څخه لرې  عمل يې دټولو اسلامي اوبشري  موازينو او ارزښتونو پرخلاف وباله او په ډيرو سختو  الفاطو سره يې  وغانده .
حامدکرزي  ددغې زړه بوږنوونکي  پيښې دقربانيانو له کورنيو سره  دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږي  مراتب څرګند کړل او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت ، پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته