ټولنه

د چنداولو د ١٣٥٨کال د چنګاښ د مياشتې د دويمې نيټې پاڅون ونمانځل شو

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢
د کابل د چنداولو د خلکو د ١٣٥٨ کال د چنګاښ د مياشتې د دويمې نيټې د پاڅون ٣٦ کاليزه ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په چنداولوکې جوړه شوې وه؛ په پيل کې د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي پيغام د کابل د ولايتي شورا د غړي علي يزدان پرست له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: (( د افغانستان تاريخ او د خلکو د روا جهاد له برياليتوبونو او وياړنو څخه ډک دي چې د چنداولو د خلکو پاڅون په هيوادکې د حماسو او خونړيو پاڅونونو څخه دى.))
دغه راز په دې غونډه کې د کار او پراختيا د ګوند مشر، د کابل د ولايتي شورا غړي عطاالله فيضاني او څو تنو نورو د موضوع په باب هر اړخيزې خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې د کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې رييس عبدالشهيد نادري، د لومړۍ حوزې د آمر ګل رحيم صافى او د لومړۍ ناحيې د امنيت د مسوول د ارزښتناکوخدمتونو په درناوى دوى ته د کابل د ولايتي شورا ستاين ليکونه وړکړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته