سیاستخبرونهټولنه

د بلخ د مدنې ټولنې، رسنیو، ښځو او ځوانانو له استازو سره د جمهورريیس کتنه

کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

جمهورريیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال نن ماسپښین د یاد ولایت د مدني ټولنې، رسنیو، ښځو او ځوانانو له استازو سره وکتل.

د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې چې په مزارشریف ښار کې د بلخ ولایت په مقام کې ترسره شوه، په پیل کې عبدالحمید صفوت او شهلا حدید د نورو په استازولۍ او همداراز د معلولیت لرونکو وګړو استازي په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.

دوی له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند او ټینګار یې وکړ چې د ملي یووالي د ساتنې او حکومتولۍ د پیاوړتیا په برخه کې دې لازیاتې هڅې وشي.

یادو ویناوالو همداراز د ښځو د پیاوړتیا، امنیتي ستونزو د حل، ښځو ته د لوړو زده کړو د لازیاتو فرصتونو د ایجاد او په حکومتي ادارو کې د معلولیت لرونکو وګړو زیات حضور ته د پاملرنې غوښتنه و کړه.

جمهورريیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د جمهوریت، ازادۍ او د افغانستان له ارزښتونو څخه د دفاع په لار کې زموږ سرښندنې ویاړ دی او هیڅ ځواک ما د وطن پرېښودو ته نشي اړویستلی.

د هیواد جمهورريیس په حکومت کې د لازیاتو اصلاحاتو د راوستو په موخه د دوی د ملاتړ غوښتنه وکړه ويې ویل، مدني ټولنه، علما، ښځې، ځوانان او رسنۍ باید د افغانستان رسا غږ شي. هغه زیاته کړه، اصلاحات او حکومتولي کلیدي دي او د فساد دوام د مرستو د لمنځه تللو لامل ګرځي.

جمهورريیس غني د هیواد وسله وال پوځ  په ځانګړي ډول هوايي ځواک کې د رامنځته شويو ظرفیتونو یادونه وکړه ويې ویل، ملت امنیتي او دفاعي قواوې او دولت باید په یوه واحد صف کې قرار ولري.

جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ښځو له حقونو دفاع کوو او افغان مېرمنې شاتګ نه کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته