ټولنه

په ليږدونکو وسايطوکې د غير معياري ډبيوکارولو بيا په کابل کې پيښه رامنځته کړه

کابل باختر د سلواغې  اته ويشتمه :
د کابل ښار د تايمنيو په ساحه کې د ګازو د پلورنې په يوه دُکان کې د اور لګيدنې له امله دوه تنه ټپيان شول .
د کابل ولايت د اور وژنې د ادارې ٢٤ ساعته نوکريوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن سهار د کابل ښار په څلورمې ناحيې پورې اړوند د تامينيو د څلورلارې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو پيکپ موټر د ګازو د بارولو  په حال کې و چې اور ولګيد.
په دې پيښه کې د ګازو د پلورنې دکان او موټر او واخيست او موټر چلوونکى او هټيوال دواړه ټپيان شول.
ويل کيږي چې د معياري ګازو نشتوالى او په ليږدونکو وسايطوکې دغير معياري ډبيوکارول په کابل ښارکې په  وار وار د دغه شان پيښو د کارولو سبب شوي دي.
لکه څنګه چې څه موده مخکې يو کرولا ډوله موټر د کابل د نړيوال هوايي ډګر په ساحه کې د غير معياري ډبي د کارولو په نسبت اور واخيست چې موټر چلوونکى يې وواژه.
د کابل د ترافيکو مسوولينو ويلي و چې د غير معياري ګازو د پلورنې او په ليږدونکو وسايطوکې د غير معياري ډبيو د کارولو مخه نيسي، خو تر اوسه پورې په دې باب هيڅ راز فعاليت نه دى شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته