سیاست

اجرائیه رئیس د پاکستان له جمهوررييس سره وکتل

کابل باختر دوري  اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس د پاکستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررييس ممنون حسین سره د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د سرمشریزي په څنډو کي وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه کتنه کي د افغانستان، پاکستان او سیمي پر امنیت، اقتصادي او انکشافي پروژو، د سولي پر خبرو او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبري وشوې.
د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي افغانستان له خپلو ګاونډیو د ښو هيله لري او داسي هڅو ته سترګي په لار دی، چي د دایمي سولي او امن سبب شي.
ده زیاته کړه، چي د همږغۍ د څلور اړخیز کاري ګروپ د کار پایلې او په افغانستان کي د سولي راتګ دلته له ټولو اقتصادي فرصتونو ګټي اخستني ته زمینه برابروی.
ده یادونه وکړه، چي په افغانستان کي سوله د سیمي پر امنیتي وضعیت مستقیمه اغيزه کوي اودې ته اړتیا ده، چي د سیمي د امنیت دتامينولولپاره له ګډو خنډونو سره ګډه مبارزه وشي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وویل، چي دوی په افغانستان کي د سولي پلويانې دي او په پاکستان کي د امن راتګ په افغان سولي پوري تړلی بولي.
ده زیاته کړه، چي د سیمي اوسني وضعیت ته تر کتلو وروسته دا نتیجه تر لاسه کيږي، چي له امنیتي او نورو مشکلاتو سره د مبارزې لپاره باید ټولي خواوي ټول توان په کار واچوي.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختیا د ستونزو په حل کي اساسي ټکی وباله او زیاته یې کړه، چي دواړه حکومتونه دي دغې برخي ته پاملرنه زیاته کړي.
ښاغلي حسین یادونه وکړه، چي هیواد یې له افغانستان سره د اړيکودښه والې او قوي کېدو لپاره کار کوي او دا هڅي به راتلونکي کې هم دوام پیدا کړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته