کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون دتيلفون له لارې د هېواد د پخواني او تجربه لرونکي سیاستوال او د صدراعظم د پخواني مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد، د روغتیا پوښتنه وکړه.
په دې ټیلیفوني اړیکه کې د هېواد جمهور رئیس ددې تر څنګ چې د هغه د احوالو پوښتنه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان حکومت د ده د درملنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار دی.
حامد کرزي د صدراعظم د مرستیال، د پلان د وزیر، د کابل پوهنتون د رئیس او د هېواد د سیاستوال په توګه د ډاکټر عبدالصمد حامد د ډېرو غوره خدمتونه وستايل او د لوی خدای له دربار څخه یې ده ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.
په مقابل کې ډاکټر عبدالصمد حامد د جمهور رئیس له ټیلیفوني اړیکې او د ده د احوالو پوښتنې له امله مننه وکړه او د هېواد خلکو ته یې د سوکالۍ او نېمکرغۍ هیله وکړه