ټولنه

دعالمانودسراسري شوراپيغام

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدلو  په مناسبت د افغانستان د علماوو د سرتاسري شوری پیغام
اسلامي نړۍ او د افغانستان متدین ملت د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په درشل کې ده. د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری په دې مناسبت جلالتمآب جمهور رئیس، جلالتمآب اجرائیه رئیس، د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو،  منسوبینو، افـغـان مسلمـان ملـت او اسـلامي امـت ته مبـارکي وایـي.
په یو قـدسي حـدیث کـې د حضـرت ابو هـریره رضـي الله تعالی عنه په روایت حضـرت نبـي کـریم صـلی الله علیـه وسلـم فـرمـایلي دي:
الله جل جلاله فرمايي: د بنې آدم هر عمل د هغه لپاره دی غیر له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه دهغې بدله ورکوم، روژه یو ډال  دی(د دوزخ یا ګناهونو په وړاندې) کله چې ستاسو  د یو کس د روژې ورځ وي باید د بدو  ردو  ویلو  او جګړو څخه ځان وژغوري او که چا روژه تی ته بد رد وویل یا یې ورسره جګړه وکړه هغې ته دې ووایي چې زما روژه ده . زما دې په هغه ذات قسم وي چې د محمد (ص) روح د هغه په لاس کې دی، د روژه تی د خولې بوی د الله جل جلاله په وړاندې د مشکو له بوی څخه غوره دی، د روژه لـرونکې لپاره دوه خـوشحـالۍ دي یو د روژه مـاتـي په وخـت کـې او بل د الله جل جلاله سـره د مـلاقـات په وخـت کـې.
همدا راز په یو بل مبارک حدیث کې د حضرت ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی راغلي دي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغې چا چې    دروغ ویل او په هغه عمل کول پرېنښودل نو الله تعالی، دې ته کوم حاجت نلري چې هغه خپل خوراک او څښاک ترک کړي.
روژه د برکتونو ‎، رحمتونو، صبر او تحمل او له نورو مسلمانانو سره د خواخوږۍ میاشت ده. روژه داسې میاشت ده چې اول یې رحمت وسط یې مغفرت او اخر یې د دوزخ له اور څځه د خلاصون ذریعه ده.
روژه د انفاق خیراتونو او صدقاتو میاشت ده، شوری له ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو څخه غواړي چې په دې مبارکه مياشت کې د خپلو بې وزلو او غریبو خلکو لاس نیوی وکـړي ترڅـو د هغوی په دسترخـوان هـم د روژه مـاتي لپـاره یو څـه پیدا شي.
همدا رنګه له محتکرینو او ګران پلورنکو څخه هیله کېږي چې د احتکار او ګران پلورنې له لارې د حرامې ګټې د لاس ته راوړلو په ځای له ملت سره خواخوږي ولري او په دغه مبارکه میاشت کې د توکو د ارزان پلورنې لارې چارې برابرې کړي لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هغه سوداګر چې د خلکو د هوساینې لپاره خوراکې توکي واردوي هغه ته، الله جل جلاله روزي ورکوي یعنې په کار کې یې برکت اچوي او هغه څوک چې د پیسو لاس ته راوړلو لپاره خوراکي شیان زیرمه کوي او په ګرانه بیه یې پلوري په هغـه بانـدې لعنت ویل شوی دی.
شوری له اړوندو ارګانونو څخه غواړي چې ددې مبارکې میاشتې د ښه درناوي او حرمت په خاطر د منکراتو د مخنیوي، د بیو د کنترول او روژه تیانو ته د ټولو اسانتیاوو په برابرولو کې جدي اقدامات وکړي، له ټولو چاپي، صوتي او تصویري رسنیو څخه غوښتنه کېږي ترڅو ددې مبارکې میاشتې د فضایلو او احکامو په خدمت کې واوسي او له هر ډول مبتذلو خپرونو څخه ډډه وکړي .
شوری یو ځل بیا د دولت له وسله والو مخالفینو څخه غوښتنه کوي چې ددې مبارکې میاشتې د حرمت په خاطر له جګړو او وینو تویولو څخه لاس واخلي، د بېګناه انسانانو وژلو او هېواد ورانولو ته د پای ټکی کېږدي ځکه دا مظلوم او مسلمان ملت هم حق لري ترڅو د سولې او امنیت په فضا کې خپل دینې فـرایض په ډاډمنه توګـه ترسـره کـړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته