سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د هېواد د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ په بشپړه توګه په سوله ییزو اجتماعاتو او لاریونونو ټینګار کوي، خو له تاوتریخوالي ورته ابزارو څخه ګټه اخیستل له اساسي قانون سره په شدید مغایرت کې بولي.

کابل باختر دوري دمياشتې ٦:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د هېواد د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ په بشپړه توګه په سوله ییزو اجتماعاتو او لاریونونو ټینګار کوي، خو له تاوتریخوالي ورته ابزارو څخه ګټه اخیستل له اساسي قانون سره په شدید مغایرت کې بولي.
د غیر مسوولو وسله والو ډلو تر منځ وروستۍ نښتې د هېواد له نافذو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او د افغانستان حکومت نه یوازې د دغو ټکرونو د پای ته رسېدو غوښتونکی دی، بلکې د هېواد امنیتي مسوولینو ته یې دنده ورکړې، چې له مغرضو افرادو سره چې په تاوتریخوالي لاس پورې کوي، جدي چلند وکړي.
جمهور رئیس غني یو باصلاحیته پلاوی موظف کړی دی چې د وروستیو تاوتریخوالی لاملونه وڅېړي، عاملین یې وپېژني او تر قانوني تعقیب لاندې یې ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته