کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
په کندز ولايت کې پرون يوسلو ديرشو بې ځايه شويوکورنيو ته دطبيعي پيښو دمبارزې دادارې له خوا خوراکي توکي وويشل شول .
دکندز والي اسدالله عمرخيل دباختراژانس خبريال ته وويل: له هغو يوسلو ديرشو بې ځايه شويوکورنيو سره چې په کندز ښار کې ځاى پرځاى شوي و له طبيعي پيښو سره دمبارزې دادارې له خوا اته قلمه خوراکي توکي او جامې وويشلې شوې اوپه راتلونکي کې دغه مرستې به ٣٥٠ تنو بې ځايه شويوکورنيو ته وويشل شي .
خبرځاى زياته کړه په امام صاحب کې ٢٠٠٠ کورنۍ دجګړو له امله بې ځايه شوي و او اوس دحالت ښه کيدو سره خپلو کورونو ته بيرته راستون شوي دي خو مرستو ته جدي اړتيا لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ