امنیت

د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې دطالبانو دتبليغ مسوول ونيول شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢ : د لغمان ولايت په الينګار و لسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې دتبليغ مسوول په پوځي عملياتو کې ونيول شو. په ملا نادر نن سهار کله چې دافغانستان ددولت پرضد په تبليغ بوخت و ، په الينګار ولسوالۍ کې دملي اردو او پوليسو دځواکونوله خوا بريد وشو او نيول شو. په لغمان ولايت کې دملي اردو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې ملانادر ځوانان دتروريستي ډلو له ليکوسره پيوستون او دتروريستي بريدونو ترسره کولو ته هڅول . ويل کيږي چې دوسله والو طالبانو دډلې له دغه مبلغ څخه ځينې تبليغاني پاڼې ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته