امنیت

په خوست کې د ښاري نظم لپاره څارندویان په د نده وګومارل شول

متون/ د مرغومې ۳۰مه/ باختر
د خوست په مرکز متون ښار کې د ښاري فرهنګ دودولو او نظم لپاره ١٠ څارندویان په دندو وګومارل شول.
د متون ښاروالۍ مسوولین وايي چې یاد کسان یې په متون ښار کې د ښاري فرهنګ دودولو او نظم په موخه په دنده ګومارلي دي.
د متون ښاروال دوکتور روشان نوید وايي:(( دا یوه اړتیا ده چې په ښار کې دغه ډله ښاري فرهنګ ترویج او خلکو ته وښایي چې ښار کې تګ راتګ ، دوکانداري او استوګنه کوم اصول لري او څه ډول یو ښاري باید په ښارکې ژوند وکړئ؟ دې سره کېدلای شي چې ښار تنظیم شي.))
نوید زیاتوي چې موږ له دې ډلې ژمنه اخیستې او په ریښتنې ډول به په ښار کې مثبت بدلون رامنځته او د ګڼې ګوڼې مخه به ونیول شي.
د متون ښاروال وايي چې دغه څارندویان به په هماهنګۍ له ترافیکو او نورو ارګانونو سره ګډ کار کوي چې په ښار کې ګڼه ګوڼه ختمه شي.
په ورته وخت کې د متون ښار هټیوال ذبیح الله وایي: دا یو ښه اقدام دی چې دوی په ښار کې د بې نظمیو او ګڼې ګوڼې مخه ونیسي او ښاري فرهنګ خلکو ته ور وپېژني.
هغه وایي:(( دا یو نیک او پر ځای اقدام دی چې په ښار کې د ځانګړي لباس کسان ګرځي او خلکو ته د ښاري فرهنګ ښودنه کوي، کېدلی شي په دې سره هټيوال او ښاریان یو څه پوه او د ښاري فرهنګ اصول زده او مراعات کړي.))
بل خوا یو څارندوی بیا وايي چې دوی به تر ډېره هڅه وکړي چې په ښار کې د بې نظمۍ مخه ونیسي.
د خوست په مرکز متون کې په داسې حال کې څارندویان په دنده ګومارل کېږي چې په دې وروستیو کې په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې چې له امله یې ښاریان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته