خبرونهټولنه

په بغلان کې د مېوه لرونکو ونو د ناروغیو او آفتونو مخنیوي په پار هڅې پیل شوې

– کابل / د وري ۱۸ مه / باختر

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ونو د ناروغیو او آفتونو د مخنیوي په پار د پسرلني کمپاین د پيل خبر ورکړ.

د بغلان د کرنې رياست مطبوعاتي مسوول امرخيل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کمپاين چې د دغه ولايت په مرکز پلخمري او دهنه غوري ولسوالۍ کې پيل شوى، ټاکل شوې ده چې د بغلان د مرکز، دوشي ، خنجان او اندرابونو په ګډون نورو ولسواليو ته هم وغځول شي .

د دغه ولایت د نباتاتو د ساتنې، اوبولګولو او مالدارۍ عمومي مدیر محمد اصغر صوفي زاده  د حاصلاتو زیاتوالي او له آفتونو د ژغورنې په برخو کې د دغه کمپاین رول مهم او اساسي وباله.

د يادونې وړ ده چې په تېرو لسو کلونو کې کرنې وزارت په بغلان کې څه باندې ۲۰ زره اصلاح شوي بڼونه جوړ کړي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته