کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٣ :
د دايکنډي ولايت يوشمېرمحصلانو او خلکو نن د اجرائيه رياست له مرستيال محمد محقق سره د وزيرانو شورا په ماڼۍ کې وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې برخه والو د دايکنډي ولايت د هېواد ډير محروم ولايت وباله او ويې ويل چې تېرو حکومتــونو د دايکنډي د انکشاف لپاره جدي پاملــــرنه نه ده کړې.
دوى د اجرائيه رياست له مرستيال څخه وغوښتل چې بايدحکومت ددايکنډي ولايت له پرمختګ سره د مرستې لپاره مدبر، مدير او ځواکمن واليان وټاکي.
د کتنې برخه والو دغه راز د حکومت په چوکاټ کې د زده کړې خاوند قشر د جذب غوښتنه وکړه.
د اجرائيه رياست مرستيال د دايکنډي ولايت د هغو ولايتونو له جملې څخه وباله چې د طبيعت په قهرکې کلابند شوى دى .
محمدمحقق وويل: حکومت هوډمن دى چې دمحرومو سيمو لارې جوړې کړي ترڅو خلک وکولاى شي خپل محصولات په ډير لنډممکن وخت کې بازار ته وړاندې کړي.
د اجرائيه رياست مرستيال تر کار لاندې د ځينو پروژو په بيانولو سره د هغو پروژو يادونه وکړه چې د حکومت په پروګرام کې ځاى لري او مقدماتي سروې ګانې يې د بشپړيدو په حال کې دي.
0 1 دقیقه لوستل