امنیت

په چشت شريف ولسوالۍ کې طالبانو ته دسردرانده زيانونه اوښتي دي

 کابل /دلړم ٣مه /باختر :
په لسګونو وسله والو طالبان تېره شپه د هرات په انتن سيمه کې په امنيتي پوستې  د بريد پر مهال ووژل شول او پنځلس نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه  هغه وخت ونښته چې يوشمېر وسله والو طالبانو دپشتون زرغون، اوبې، تولک او فرسي له ولسواليو څخه دچشت شريف ولسوالۍ شمال ختيځ ته څېرمه دانتن کروکي پر پوستې پراخ بريدونه پيل کړل .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل په دغه جګړو کې دمالي زيانونواو د لسګونو موټرسايکلونو او ديوې اندازې وسلې او مهماتو د له منځه وړلو تر څنګ ٦٢ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته